
ډاکټر مصطفی ناصري | د مشورتي بورډ غړی
ډاکټر مصطفی ناصري د باختر انستیتوت له بنسټاېښودونکو څخه دی او اوس مهال په داوطلبانه توګه د دې انستیتوت د مشورتي بورډ د غړي په توګه فعالیت کوي. نوموړي تر مارچ ۲۰۲۳ پورې د انستیتوت د رئیس په توګه دنده ترسره کړې او اوس د آلمان د نړیوالو همکاریو ټولنې (GIZ) سره د سلاکار په توګه کار کوي.
ناصری د آلمان د پوتسدام پوهنتون څخه په سیاسي علومو کې د دوکتورا سند لري.
ډاکټر ناصري د نړیوالې پراختیا، حکومتولۍ او د فساد پر ضد مبارزې، د عامه ادارې اصلاحاتو، عامه پالیسۍ، مهاجرت او لوړو زده کړو په برخو کې له یوې لسیزې څخه زیاته مسلکي او څېړنیزه تجربه لري. هغه په افغانستان، آلمان او نورو نړیوالو چاپېریالونو کې له نړیوالو سازمانونو او پراختیايي بنسټونو سره او د هغوی لپاره کار کړی دی، چې په دې کې GIZ، ملګري ملتونه، د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) او USAID شامل دي.